د ذی الحجه میاشت ، د حج د پرتمینو دستورو دترسره کیدا لپاره یوه مخصوصه میاشت ده ، دغه دستورې د هغه څه په اساس ، چې په قرآن کریم کې راغلي دي ، دلومړي ځل لپاره د حضرت ابراهیم علیه السلام په زمانې کې او د خداوندمتعال له خوا ددغه الهي پیغمبر له خوا د کعبې په جوړولو پسې وضع شوې. خدای تعالی ابراهیم ته په خطاب کې ووئيل ، «وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَى كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ؛ او د خلکو په مینځ کې د حج د ادا کولو لپاره بانګ ووایه ، څو زیارتوال او حاجیان له سوارلیو پَلي شي او پر هغه کمزوري اوښ چې له لیرې ځایونو راځي ، د تا وآخوا ته درشي (د حج سوره =۲۷)
د کعبې په باب جالب ټکی دا دی چې قرآن کریم د کعبې ځائيګی ، دخداوندمتعال د پرستش او عبادت لپاره لومړنۍ بیلګه او قبله معرفي کوي او له دې مخینې وروسته ، د حج د دستورو د ترسره کولو ضرورت بیانوي . په قرآن کریم کې ډیر آیتونه بیان شوي دي چې د حج دترسره کیدا او دددې ولولناکو دستورو دجزیاتو ترسره کیدا بیانوي .
إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ؛ ؛یقینا هغه لومړنی کور چې د خلکو د (لمنځ او عبادت)لپاره جوړشوی ، هماغه دی چې په مکې کې دی ، چې ډیر له برکته ډک او د نړیوالو لپاره د هدایت وسیله ده .(د آل عمران سوره= ۹۶)
علامه طباطبائي په المیزان تفسیر کې وائي ، کعبه په ټولو مراتبو کې له ذهني خطوره رانیولې ،له دنیا تر بشپړ بیلتون او عالم معناسره تر بشپړ ګنډل کیدا و د هدایت تر بشپړتیا پورې دی لارښونه ده او حق دا دی چې ووایو ،د خدای تعالی له مخلصو بندګانو پرته ورته بل څو ک لاس رسی نه لري . پر دې سربیره ، کعبه د اسلامی نړۍ د دوي د دنیا نیکمرغۍ ته هم هدایتوي او دا نیکمرغي ، د امت اتحاد او دکلمې وحدت دی .
کعبه همداراز غیر اسلامی نړۍ هم هدایتوي ، دا سې چې د غفلت له خوبه ویښ شي او ددغه وحدت او یووالي ګټو او نتیجو ته متوجه شي او وویني ، چې اسلام څرنګه ، مختلفې سلیقې او ډول ډول توکمونه او مختلف قومونه سره متحد او وروڼه کړي دي . په همدې اساس ، وحدت او یووالی یو هغه تر ټولو اساسی هدف دی ، چې په حج کې تعقیبیږي .
له دې ځایه دوه ټکي روښانه کیږي ، لومړی دا چې کعبه د دنیا او آخرت دنیکمرغۍ په لور دهدایتونې عامله ده . دوهم دا چې کعبه یو داسې هدایت حسابیږي ، چې نه یوازې یوه خاص جماعت ته ، بلکې له درستو عالمینو سره اړه لري ، ځکه د لارښونې لمن پراخه کعبه ده .
ددغو آیتونو ځيني مهم ټکي د قرآن کریم یو ه مفسّر علامه محسن قرائتي هم په تفسیر نور کې داسې بیان کړي دي .
دی ، «وضع للناس»